اقتصاد

د څه دپاسه شپږ پنځوس میلیونه افغانیو په لګښت اوولس ټولګټې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

کابل باختر د وري دمياشتې ١٠ :
د څه دپاسه ۵۶ میلیونه افعانیو په لګښت اوولس بېلا بېلې ټولګټې پروژې چې چارې یې سرته رسېدلې وې د لغمان والي عبدالجبار نعیمي، د ولایتي شورا د غړو حاجي عتیق الله عبدالرحیمزي، حاجي محمد ظاهر حسین خیل، د کليو دبيا جوړولواوپراختيا وزارت د انسجام ساحوي برنامې د مسوول بریالي هلالي، د قرغیو د سرپرست ولسوال دولت شاه صافي او د دغې ولسوالۍ د لسګونو قومي مشرانو، دیني عالمانو او ځوانانو په لاسونو د پټۍ په پرېکولو سره ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
دغه پروژې چې پر مرکز مهترلام سربېره د الیشنګ او قرغیو په ولسوالیو کې د کلیو دبياجوړولو او پراختیا وزارت په چوکاټ کې د انسجام ساحوي برنامې له لارې د اسیا د پرمختیايي بانک په مالي مرسته یې چارې بشپړې شوې وې په کې د 2050  مترو په اوږدوالي د استنادي دېوالونو، د  د  366 مترو په اوږدوالي د مختلفو کانالونو، د 59  مترو په اوږدوالي د سربندونو او دغه راز د 20  مترو په اوږدوالي د سیفون ( سوپر پسیج ) ساختمانونو جوړول او ترمیم شامل دي.
دلغمان والي عبدالجبار نعیمي ګټې اخیستنې ته د پروژو د سپارلو پر وخت کې  وویل خوښ دی چې د سولې په ولسوالۍ کې یو ځل بیا هغه پروژې ګټې اخیستنې ته سپاري، کومې چې زرګونه انسانانو ته یې ګټه رسيږي .
ښاغلي نعیمي په خپلو خبرو کې د ولایت په روان انکشافي وضعیت د تفصیلي خبرو تر څنګ زیاته کړه چې جوړونه او ابادي خپله فریضه او دنده ګڼي، خو له خلکو یې وغوښتل چې د پرمختګ هر خبر د دې ولایت فرد فرد ته ورسوي، څو هغه ناروغ کسان چې همېشه د مایوسۍ، بربادۍ او د دښمن په ګټه پیغامونه ليږدوي او عامه ذهنونه  مغشوشوي ، هغوی هم په دې پوه شي چې د دوی د ناوړو  څرګندونو باوجود دولت بیا هم د وطن د ابادۍ، پرمختګ او د ولسونو د هوساینې قوي اراده لري.
وروسته په وار سره د قرغیو قومي مشرانو، ځوانانو او د سیمې اوسېدونکو د خپلو خبرو پر مهال د دغو سترو پروژو د تطبیق له امله د لغمان ولایت مقام د ځانګړې پاملرنې له امله د مننې تر څنګ زیاته کړه چې د ددغو  پروژو په عملي کېدو سره په زرګونه جریبه کرنیزې ځمکې، په لسګونه کلي، جوماتونه او کلیوالي لارې دسیند له ګواښ څخه وژغورل شوې، چې  ددغوسیمو په زرګونه اوسیدونکي یې دا مهال له ګټو برخمن دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته