کابل / د وري ٢مه /باختر
د ننګرهار په کانال کې د کبانو د روزنې او توليد بهير له کلونو وروسته بيا پيل شو.
د دغه کانال مسوولينو په ننګرهار کې د کبانو د روزنې د لسګونو فارمونو د جوړولو خبرورکړ .
د وړاندې شويوشمېرنوله مخې، دغه فارمونه په ورځ کې د لسګونو ټڼو کبانو د توليد وړتيا لري . داپه داسې حال کې ده چې په ننګرهار کې د کبانو د روزنې څه ناڅه دوه سوه نور فارمونه هم شته چې هره ورځ د لسګونو ټڼو کبانو د توليد وړتيا لري .
دغه فارمونه د کرنې رياست په هڅونې د پانګه والو له خوا جوړ شوي دي. خو هغه فارمونه چې د ننګرهار د کانال رياست يې يادونه کوي، نوي او د حکومت په لګښت جوړ شوي دي .
د ننګرهار د کانال رياست يومسوول باختراژانس ته وويل چې اوس په ننګرهارکې د خصوصي او دولتي فارمونو څخه هره ورځ يوه زياته اندازه کبان بازارته وړاندې کېږي.
هغه وويل هلې ځلې کوي د زياتوفارمونو په جوړولو سره افغانستان ورو ورو له بهرنيو هېوادونو څخه د کبانو له واردولومخه ونيسي .
د ننګرهار توليدي کبان همدا اوس د هېواد په ختيځ او پايتخت په بازارونو کې پلورل کېږي اوزيات پيرودونکي لري .
ختم-ج – ا