ټولنه

شپږ تنه د ترافيکي پيښې له امله ووژل شول

کابل – باختر د غبرګولي د مياشتې١
په سرپل ولايت کې د يوې ترافيکي پيښې له امله ٦ تنه ووژل شول او ٢٧ تنه نور ټپيان شول.
دغه پيښه پرون مازيګر د سرپل ولايت په واټ کې هغه وخت رامنځته شوه چې يو مسافر وړونکى بس موټر له يو موټرسايکل سره له ټکر وروسته چپه شو.
د سرپل ولايت د ترافيکو يوه مسوول دباختر آژانس خبريال ته وويل چې په دې پيښه کې درې ښځې او درې ماشومان ووژل شول او اووه ويشت تنه نور ټپيان شول.
ده وويل: موټر سايکل په ناڅاپي ډول د دغه مسافر وړونکى بس موټر په وړاندې راووت او د بس د موټر چلوونکى د وارخطايى له امله بس موټر چپه شو.
د سرپل په ولايتي روغتون کې ډاکترانو د دغې ترافيکي پيښې د څلورو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بللى دى .
پوليس وايي: د بس موټر چلوونکى تښتيدلى او د هغه د موندلو لپاره هڅې پيل شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته