امنیت

دداعش په سنګرونو خونړي او هوايي اوځمکني بريدونه

کابل باختر ليندۍ دمياشتې ٢٦ :
دننګرهار ولايت  دداعشيانوپه سنګرونو دنويو هوايي او ځمکنيو بريدونو ډګر و.
دغه بريدونه په تيرو ٢٤ ساعتو کې  دننګرهار ولايت په ځينو سيمو کې دداعشيانو  په سنګرونو  ترسره شول.
لومړى بريد پرون   دهسکې مينې په ولسوالۍ کې  دداعشيانوپه سنګرونو ترسره شول.
دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼي باخترآژانس ته وويل ؛ په دغو بريدونو کې  پنځلس تنه داعشيان ووژل شول او دهغوى څو پټنځي   ويجاړکړاى شول.
ديوبل خبرله مخې :  يوولس تنه داعشيان دننګرهار ولايت په روداتو ولسوالۍ کې دداعشيانو په سنګرونو  دهوايي بريدونو له امله   ووژل شول.
په دغو داعشيانو تيره شپه کله چې دروداتو ولسوالۍ  په ځينو سيمو کې په خپلو پټنځايونو کې ديولړ بريدونو په سازمان ورکولو بوخت وو، پرې هوايي بريد وشو.
دافغانستان په ختيځ کې دپوليسو يو قوماندان وايي  چې په دې   هوايي بريدونو کې يوولس تنه داعشيان ووژل شول.
په يوبل خبر کې ويل شوي دي  چې لس تنه داعشيان په  کوټ ولسوالۍ کې دهوايي بريد په بهيرکې ووژل شول.
په دغو داعشيانو کله کې  په تروريستي فعاليتونو بوخت وو ، هوايي بريدوشو.
په يوه بله پيښه کې  درې تنه داعشيان په اچين ولسوالۍ کې  له  پوځيانو کې په  جګړه کې ووژل شول.
ويل کيږي  په دغو  جګړو سرتيرو او دسيمو خلکو ته زيان نه دى اوښتى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته