ټولنه

په غور کي د سولري اوبو رسولو د دریو شبکو د جوړولو کار پیل شو .

کابل باختر د وږي ۱۳
په غور کي نن د سولري اوبو رسولو د دریو شبکو  د جوړلوکار پیل شو .
د غور دکلیو د بیا رغونې او پراختیا ریاست سر پرست  انجینر عبدالمجید  د باختر اژانس خبریال ته وویل چې دغه د اوبو رسولو درې شبکې دخلکو په سلو کې د څوارلسو  په وندې  او د یونسف دفتر او د کلیو  د بیا رغونې  او پراختیا  وزارت  د کلیو د اوبو رسولو  د ملي پروګرام  له خوا د اوو ملیونو افغانیو په لګښت  دفیروز کوه ښار د پلال او شابیدک په کلیو او د دغه ولایت  د دولتیار ولسوالۍ  په لکه مزار کي جوړیږي.
ده زیاته کړه چې د اوبو دغه شبکې  د نوي متره مکعبو اوبو درې زیرمې لري چې شپږ څلویښتو کورونو ته د څښاک اوبه برابروي  او کار به یی په راتلونکو دریو میاشتو کې بشپړ شي. سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته