سیاست

جمهور رئیس غني ننګرهار ته سفر وکړ

کابل باختر د ثور  دريمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني، د ننګرهار ولایت د جلال آباد ښار د وروستي تروریستي برید د شهیدانو له کورنیو سره د خواخوږۍ د څرګندولو او د امنیتي حالت د څېړنې لپاره نن سهار دغه ولایت ته سفر وکړ.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
جمهور رئیس غني لومړی په هغې ستره غونډه کې چې د جلال آباد ښار په شاهي ماڼۍ کې جوړه شوې وه، ګډون وکړ او د جلال آباد ښار د وروستۍ غم لړلې پېښې د شهیدانو کورنیو ته یې د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب څرګند او د لوی خدای له دربار څخه یې  شهیدانو ته د فردوس جنت، ټپیانو ته د سملاسي روغتیا او د شهیدانو پاتې کسانو ته یې د جمیل صبر هیله وکړه.
جمهور رئیس محمد اشرف غني د ننګرهار ولس ته په خطاب کې وویل: د ننګرهار غم د ټول افغانستان غم دی او ټول افغانان په دې غم کې ځانونه شریک ګڼي .
جمهور رئیس غني څرګنده کړه چې ننګرهار د سولې کور و خو د افغانستان دښمنانو په غمیزې بدل کړ، زموږ هدف دا دی چې ننګرهار بېرته همیشه بهار او د سولې په کور بدل کړو او  په دې ولایت او ټول افغانستان کې ډاډمن امنیت تامین کړو.
جمهور رئیس محمد اشرف غني وویل چې اوس د افغانستان د خلکو د دښمنانو له خوا د جګړې بڼې بدلون موندلی دی، د افغانستان دښمنان چې زموږ ماشومان او مېرمنې وژني په دې پوهیږي چې د افغانستان دولت ته سقوط نه شي ورکولای.دوی که مېړني وي د افغانستان له زړورو امنیتي ځواکونو سره دې مخامخ شي،دا د میړانې کار نه دی چې په بانک برېد وکړي. را دې شي د افغانستان ولسمشر دې و وژني، سرمې له دې وطن څخه ځار دی.
جمهور رئیس غني وویل چې زموږ پر ماشومانو د افغانستان د خلکو د دښمنانو د برید هدف دادی چې د افغانانو زړونه مات کړي خو تروریستانو ته د ننګرهار او د ټول افغانستان د خلکو پیغام دادی چې  دا زړور هېواد او د هغه غیرتي خلک هیڅکله هم زور ته نه تسلیمیږي. افغانان د زور په وړاندې په یو موټي توګه دریږي او له هر جابر سره مقابلې ته تیار دي.
جمهور رئیس غني څرګنده کړه چې د افغانستان دښمنان باید په دې پوه شي چې د زمري په کور برید کول د زمري په زړه کې ډار او ویره نه رامنځته کوي. افغانان په یوه لیکه کې درېدلي دي د خپلو ماشومانو، د خپل عزت او خپلې خاورې دفاع کوي.
جمهور رئیس محمد اشرف غني زیاته کړه چې هیڅ بل هېواد د افغانستان د زړور ولس په پرتله د اسلام د مبین دین لپاره قرباني نه ده ورکړې، دا هېواد او د هغه دولت  مسلمان او اساسي قانون یې اسلامي قانون دی نو دا تورونه دې نه را پورې کوي. د افغانستان دښمنان باید په دې پوه شي چې موږ د وطن د ساتنې او د هغه د آبادۍ لپاره کلکه اراده لرو.
جمهور رئیس غني وویل، د بد امنۍ کوم میراث چې موږ ته راپاتې شوی دی وخت ته اړتیا لري چې په بنیادي ډول له منځه لاړ شي.
جمهور رئیس محمد اشرف غني له دیني عالمانو، قومي مشرانو، مخورو او له مدني ټولنو وغوښتل چې په هېواد کې د اتحاد او اتفاق لپاره لاس په کار شي او د نفاق مخه ونیسي.
د افغانستان جمهور رئیس وویل، اوس د دې وخت دی چې تېر هېر کړو، په خپلو کې د یووالي لاره خپله کړو او ټول قشرونه په ګډه په هېواد کې د اصلاحاتو د راوستلو لپاره تصمیم ونیسو. په پړاويز ډول په  اداره کې د اصلاحاتو راوستل حتمي دي ځکه چې په اداره باندې د ولس باور او اعتبار یو مهم شرط دی.
جمهور رئیس محمد اشرف غني  په هېواد کې د سراسري او تل پاتې سولې د ټینګښت په باب د شهیدانو د کورنیو غوښتنو ته د اشارې په ترڅ کې وویل چې جګړه پر موږ تپل شوې ده، موږ جګړه نه ده غوښتې، موږ د سولې غږ نړۍ ته رسولی دی او په دا شپږو میاشتو کې مو ورته قناعت ورکړی دی چې د افغانستان دولت تل پاتې سوله غواړي.
جمهور رئیس غني وویل، که خلک او قوتونه په دې فکر کې دي چې موږ له خپلې ارادې څخه ګرځو، نظم او امنیت نه شو تامینولی او نظام نه شو جوړولای، له سره دې فکر وکړي. د تل پاتې سولې ټینګښت زموږ هدف دی، د سولې لپاره قربانۍ ته چمتو یو ځکه موږ نه غواړو چې هره ورځ د افغانستان په یوه ګوټ او بل ګوټ کې د شهادتونو شاهدان و اوسو.
د هېواد جمهور رئیس څرګنده کړه چې دتل پاتې سولې د ټینګښت لپاره په دوامدار ډول کار کوو چې دغه مقدس هدف هم ترلاسه شي.
جمهور رئیس محمد اشرف غني زیاته کړه، نن یو ځل بیا د افغانستان او په ځانګړې توګه د ننګرهار د خلکو عظمت ټولو ته ثابت شو او هغه دا چې د شهیدانو او ټبیانوبا عظمته کورنیو چې د غم په ټغر ناستې وې، له ماسره په کتنه کې وویل چې موږ د ځان لپاره له تا څخه هیڅ هم نه غواړو، زموږ غوښتنه دا ده چې د هېواد په کچه امنیت او تل پاتې سوله ټینګه کړئ. دغه څرګندونې د یو عظیم ملت د ارادې هنداره ده.زه ویاړم چې د دې ولس ولسمشر یم. انشالله د ملي وحدت حکومت به د دې ولس په همکارۍ وکولاى شي چې د خپل ولس هیلې ترسره کړي.
جمهور رئیس غني له امنیتي ځواکونو، ډاکټرانو، ځوانانو، مېرمنو، مدنې ټولنې، سپین ږیرو او دیني عالمانو څخه مننه وکړه چې ټپيانو ته یې وینه ورکړله. ده وویل چې د ټولو وینه یوه ده، هم مینه ده، هم وینه ده او هم مېنه ده. د دې مقدسې مېنې د ساتنې لپاره حاضریو چې وینه ورکړو.
ننګرهار ته له جمهور رئیس غني سره په دغه سفر کې د حکومت اجرائیه رئیس ډاکټر عبد الله عبدالله، د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر او د ملي شورا ځیني غړي ملګري وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته