کابل باختر دسلواغې ۲۱مه
په لغمان ولايت کې ٩ تنه وسله وال طالبان د نويو نښتو په بهيرکې ووژل شول .
دغه وسله وال طالبان د لغمان ولايت په بېلابېلو سيموکې د جګړو په بهيرکې ووژل شول .
دهېواد په ختيځ کې د پوليسو يوه جګپوړي قوماندان دباختر آژانس خبريال ته وويل چې په دغو جګړوکې دطالبانو په ډلې پورې اړونده ٩ تنه ډار اچوونکي وژل شوي دي .
ده وويل: دغه طالبان د تېرو ٢٤ ساعتو په بهير کې په لغمان ولايت کې د جګړو په بهيرکې وژل شوي دي .
ويل کيږي په دغونښتو کې کليوالي اوسيدونکو ته د سرزيان نه دى اوښتى .
ختم_ ج – اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ