کابل باختردلړم دمياشتې ٢٧ :
دملامير رحمن شاه په مشرۍ يوه شپاړلس کسيزه ډله وسله وال طالبان په ارزګان ولايت کې د سولې له بهيرسره يوځاى شول.
دغه کسان پرون له خپلو شپاړلسو مليو وسلو سره له دولت سره يوځاى شول.
د ارزګان د والي ويندوى عبدالله همت باختراژانس ته وويل: دغه کسان د ارزګان ولايت په مربوطاتو کې د دولت پرخلاف جنګيدل چې دملي روغې جوړې د تګلارې په رښتينولي باندې په پوهيدوسره، له دولت سره يوځاى شول.
يوه اړونده خبرځاى وويل: قوماندان ملا مير رحمن شاه دهلمند اوقندهار د ولايتونو په ځينو برخوکې هم د دولت پرخلاف فعاليت کاوه.
د ارزګان ولايت د سولې د ولايتي شورا د دارلانشا ريس اميرمحمد مظفر وويل: د هغو نوروکسانو د پيوستون لپاره چې له دولت سره په مخالفت کې دي؛ هلې ځلې روانې دي .
0 1 دقیقه لوستل