TOPتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

ملي فکر ته اړتیا ده

کابل / د غویي ۲۷مه / باختر
پر افغانستان د تپل شویو جګړو یوه ناوړه پایله دا ده چې یو شمېر مغرضو کړیو په لوی لاس قومي، سمتي، ژبنیو، مذهبي او د تعصب نورو ګڼو ډولونو ته مخه کړه او ملي یووالي ته یې زیان ورساوه. اوس چې د سولې موضوع په ډېره جدي توګه مطرح ده او باید ټول یو ګډ دریځ غوره کړي، تر یوه بیرغ لاندې سره راټول شي، ملي فکر ته اړتیا ده.
د باختر آژانس مفسر دا موضوع څېړلې ده او لیکي:
یو شمېر کړۍ چې ښایي د پردیو او تاریخي دښمنانو ملاتړ او لمسون ورسره وي، کله ناکله داسې بحث مطرح کوي چې ګونې افغانان یو ملت نه دی او تر ملت کېدو لا ډېر واټن ته اړتیا ده. دوی د دغه بحث تر مطرح کېدو لاندې قومي، سمتي او ژبنیو تعصباتو ته لمن وهي. د موضوع دغه راز مطرح کول له پیله تر پایه ناسم دي. که موږ ملت د خلکو هغه تشکل او جوړښت ته ووایو چې په یوه ګډه جغرافیه کې سره اوسېږي، ګډ تاریخ، ګډ ویاړونو او ارزښتونه لري، ګډه ژبه لري، د یو دین لارویان دي، ګډ برخلیک لري او ګډې اقتصادي اړیکې لري؛ نو بیا ښایي د افغانانو په څېر بل غښتلی او متحد ملت نه وي. افغانان دا ټول لري. که موږ تېر او یا هم اوسني تاریخ ته ځغلنده کتنه وکړو؛ نو ګورو که پر دغه هېواد او ملت ښه راغلي یا بد، ټول په کې شریک پاتې شوي دي، که یې بری موندلی؛ نو ټولو په کې خپل نقش لوبولی دی او که یې ماته خوړلې ده، هم ټول په کې ښکیل پاتې شوي دي.
که ستونزې دي، هغه هم ملت شموله دي. د بېلګې په ډول، بېوزلي، دا د ټولو ستونزه ده، داسې نه ده چې یو قوم ډېر شتمن دی او بل ډېر بېوزلی. په هر قوم، هر سمت او ولایت کې هم شتمن شته چې شمېر یې لږ دی او هم بېوزلي او غریب چې شمېر یې ډېر دی. ستونزو ته قومي، سمتي، ژبنی او مذهبي رنګ ورکول منطقي کار نه دی.
ستونزو ته باید د ستونزو په سترګه وکتل، اصلي لاملونه یې په ګوته کړای شي او د هغوی د حل لپاره کار وشي. ټولو مسایلو ته باید د پراخ او ټول شموله ملي فکر له لیدلوري وکتل شي، د ملي فکر په رڼا کې پر هر تصمیم او پرېکړې، هر وړاندیز او طرحې قضاوت وشي، ملي فکر اصلي معیار وټاکل شي. که په کوم ځای کې مقرري کېږي، باید هغې ته د ملي فکر په رڼا کې وکتل شي او قضاوت پرې وشي او د مقرر شوي شخص وړتیاوې، پوهه، تجربه او مهارتونه ورازول شي، نه دا چې هغه ته له قومي، سمتي، مذهبي او ژبنیو عینکو وکتل شي او معیار دا وي چې که دا شخص زما د قوم دی، زما د سمت دی، زما د ژبې دی او زما د مذهب دی، همدا بسنه کوي او مهمه نه ده چې دی د دغه مقام او دندې وړتیاوې لري او که نه، هغه پر مخ وړای شي او که نه.
موږ باید ملي فکر ته کار وکړو، ټول باید له تنګو او خورا خطرناکو قومي، سمتي، مذهبي او ژبنیو قالبونو او فکرونو راووځي، د ملت خوا ونیسي، نه د متعصبو کړیو او عناصرو، له هغوی ځانونه لرې کړي چې تعصب ته لمن وهي، د خلکو ترمنځ بې اتفاقیو ته لمن وهي.
د افغانانو د بري راز په ملي یووالي او پیوستون کې نغښتی دی او د ملي یووالي او پيوستون راز بیا په ملي فکر کې نغښتی دی.
ختم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته