فرهنګ

په ملي راډيو تلويزيون کې دقرآن عظيم الشان ختم او روژه ماتې بلنه

کابل باختردزمري دمياشتي  ٢٤ :

دروژې دمبارکې مياشتې په درناوي دقرآن عظيم الشان ختم او دروژه ماتې ميلمستيا تيره شپه ددوه سوه تنو ديني عالمانو په ګډون داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  له  خوا دافغانستان په ملي راډيو تلويزيون  په انګړ کې جوړشو.

په دې غونډه کې داطلاعاتو اوفرهنګ اودحج او او اوقافو دوزيرانو په ګډون سربيره دجمهوري رياست دمقام سلاکار مولوي جوره اودپارلمان يوشمير غړوهم برخه اخيستې  وه .

داطلاعاتو اوفرهنګ وزير ډاکترسيدمخدوم رهين دغونډې په پيل کې دروژې دمبارکې مياشتې دفضيلتونو يادونه وکړه  او ويې ويل  دخداى ج شکر بايد پرځاى کړو  چې زموږ موحدملت ته يې توفيق ورکړ چې   دصيام ستره فريضه پرځاى کړي  اودنفس په مقابل کې په جګړه کې بريالي شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته