چاريکار باختر دکب ٢٠ مــــــــــــــــه
دپروان ولايت دبګرام ولسوالۍ دقلعه خواجه رباط د منځني ښوونځي ودانۍ پرون پرانيستل شوه
دپروان ولايت دپوهنې رياست دمطبوعاتي دفتر مسوول حفيظ الله رحماني باختر اژانس ته وويل: دغه ودانۍ ديو نيم جريب ځمکې په ساحه کې په بګرام کې دپي ، ار، ټي په مالي مرسته ددرې سوه لسو زرو امريکايي ډالرو په لګښت په دوو پوړونو کې جوړه شوې ده چې څلرويشت درسي اواته اداري خونې او نور ملحقات لري او په يو وخت کې دپنځه سوه زده کوونکو ظرفيت لري