سیاست

جمهوررئیس غني: په ټول هېوادکې په ځانګړي ډول لویه پکتیا کې د اوبو مدیریت او کوچنیو بندونو جوړولو ته پاملرنه کېږي

کابل باختر دثورد مياشتې ١٤نيټه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د پکتیا، پکتیکا، لوګر او خوست مشرانو او استازو سره په کتنه کې د دوی غوښتنې او وړاندیزونه واورېدل.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په پیل کې اغلې شریفې زرمتۍ د پکتیا، نعمت الله بابري د پکتیکا، حسیب الله ستانکزي د لوګر او عبدالولي واحدزي د خوست د ولسونو په استازیتوب جمهوررئیس غني ته د سولې مشورتي لویې جرګې د بریالي ترسره کېدو د مبارکۍ ترڅنګ له دې امله د هغه قدرداني وکړه چې د ملت ارادې ته یې درناوی وکړ.
یادو ویناوالو د امنیت، لویو لارو، دملکي تلفاتو د مخنیوي، د پوهنې، بندونو، برېښنا، د ښوونکو، شهیدانو او معلولینو د ښارګوټو، د پوهنتونونو د ارتقا، د روغتونونو د سمبالښت او ارتقا، د ماسټرۍ او تخصصي پروګرام د منظورۍ، سړوخونو او جلغوزیو د پروسس فابریکې، د ترویج مدیریتونو د ودانیو، حلقوي سړکونو، صنعتي پارکونو، د ولسي پاڅون کوونکو د ملاتړ، سرحدي ولسوالیو ته د پاملرنې، د کرکټ میدان، د هوایي ډګرونو د تاسیساتو او د هغو ولایتونو تشکیلاتو او بودجې ته د پاملرنې په اړه چې د درجې له پلوه یې ارتقا کړې خپل وړاندیزونه او غوښتنې له جمهوررئیس سره شریکې کړې.
هغوی همدارنګه د زورواکو،له فساد سره د مبارزې او نورو برخو کې د جمهوررئیس د اقداماتو او سولې ته د خپلې ژمنتیا د ثابتولوقدرداني وکړه او ويې ویل، ولس ستاسو بشپړ ملاتړی دی.
جمهوررئیس غني د سولې په مشورتي لویه جرګه کې د پکتیا، پکتیکا، لوګر، خوست او ټولو ولایتونو د استازو د فعال ګډون او د ولس د ارادې د ښه تمثیل ستاینه وکړه. هغه زیاته کړه، تاسې د دې ولس عزت، عظمت او پوهه ولیده او له تاسو هر یوه څخه مننه چې دغه جرګه مو بریالۍ کړه.
جمهوررئیس وویل، تاسې لاره وټاکله اوس یې په توکل د خدای عملي کوو او د وطن لپاره هره عمده پرېکړه ان که زما د سر په قېمت هم وي تطبیقوو. سوله راتلونکې ده او په ګډه به دا وطن جوړو.
د هېواد جمهوررئیس له یادو مشرانو او استازو څخه وغوښتل چې د خپلو ولایتونو او سیمو د امنیت د لا ښه تامین لپاره د ملي امنیت له عمومي رئیس سره په ګډه ولسي امنیتي طرحه ترتیب کړي. هغه زیاته کړه، هغو ولایتونو ته چې د درجې له پلوه یې ارتقا کړې، په دویمه ربعه کې بودجه ورکول کېږي.
جمهوررئیس د لویې پکتیا دولسونو له زغم څخه په مننې وویل، اوس ستاسو وار را رسېدلی او ستاسو غوښتنو او وړاندیزونو ته به اساسي پام وشي. هغه زیاته کړه، په ټول افغانستان او په ځانګړي ډول لویه پکتیا کې د اوبو مدیریت  او کوچنیو بندونو جوړولو ته پاملرنه کېږي.
محمداشرف غني وویل، په ولایتي پوهنتونونو اساسي پانګونه کېږي او اړوند وزارتونه او ادارې به د ټولو ولایتونو د استازو غوښتنې او وړاندیزونه په برنامو بدل او پر وخت ورته رسیدګي وشي.پاى- فضل واحد

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته