ټولنه

دبغلان دمخابراتو درياست دکارکوونکو اعتصاب دوام لري

کابلباختر  دلړم د مياشتې ٢١  :
دبغلان ولايت  دمخابراتو رياست دمنسوبينو او کارکوونکو کاري اعتصاب نن  اوومې ورځې ته ورسيد.
ددغې ادارې  دفترونه دټولو مراجعينو پرمخ تړلي دي  چې دولتي ادارو او عادي خلکو ته دجدي ستونزو سبب شوي دي.
دباختر آژانس دسيمه ييز خبريال دخبرله مخې :
دبغلان ولايت دمخابراتو درياست مامورين او کارکوونکي په داسې حال کې  چې دولايت دودانۍ په وړاندې راټول شوي دي  ددغه ولايت دمخابراتو درييس سيدجواد قيومي په ګوښه کولو ټينګار کوي او وايي  ترهغه وخته پورې به خپل اعتصاب ته دوام ورکړي چې دمخابراتو رييس  له دندې ګوښه نه شي .
دولايت مرستيال محمدقديم  دوي ته ډاډ ورکړ  دهغه تفاهم له امله   چې دمخابراتو له وزارت سره  شوى دى  ډير ژر به  د معترضو منسوبينو ستونزې پاى ته ورسيږي.
دا په داسې حال کې ده  چې ددغې ادارې منسوبينو تيره اوونۍ په خپل رييس داداري فساد   او دکارکوونکو دګواښولو  تور ولګاوه  اوپه اعتصاب يي لاس پورې کړ .
دمخابراتو دوزير ددفتر رييس له باخترآژانس سره په خبرو کې دبغلان ولايت  دمخابراتو رياست دکارکوونکو هر راز اعتصاب رد کړ او  ويې ويل  چې ددغه وزارت  دلزوم ديد له مخې دبغلان ولايت دمخابراتو رييس دلوګرولايت ته تبديل شوى او دغه ولايت ته نوى رييس ټاکل شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته