کابل باختر د سلواغې لومړى :
ديارلس تنه ډار اچوونکي په کونړ ولايت کې له پوځيانوسره په جګړه کې ووژل شول .
دغه جګړه نن سهار د ديورنډ کرښې په يوه صفري سيمه کې له هغه وروسته ونښته چې يوې ډلې يرغلګرو دسرحدي ځواکونو دسپرلۍ په کاروان بريد وکړ . دهېواد په ختيځ کې د سرحدي ځواکونو يو قوماندان باختراژانس ته وويل چې په دې جګړه کې دشپږو تنو پاکستاني ډار اچوونکو په ګډون ديارلس تنه ډار اچوونکي ووژل شول .
ده وويل : يرغلګر د سرحدي ځواکونو دسپرلۍ په کاروان ديرغل په وخت کې د ديورنډ کرښې ته څيرمه دپوځيانو په ډزو کې ووژل شول .
ويل کيږي ددغې جګړې په بهير کې ديرغلګرو طالبانو يوه اندازه وسلې او موټرسايکلونه هم دپوځيانو لاس ته ورغلي دي .
په دې جګړه کې سرتيرو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .
ختم_ ج _ اکرم
4 1 دقیقه لوستل