امنیت

د طالبانو وياند ټپي شو

کابل/ باختر دزمري دمياشتې ٢٤ مه :
د ملي دفاع وزارت يو خبرځاى وايي: د وسله والوطالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پرون مازيګر د فارياب ولايت په غورماچ ولسوالۍ کې په هوايي بريدکې سخت ټپي شوى دى.
د باختر آژانس د خبرله مخې:
د ٢٠٩ شاهين قول اردو قوماندان بريد جنرال ارکانحرب امان الله مبين دغه خبر تائيد کړ او ويې ويل چې د دغې قول اردو هوايي او ځمکني بريدونه د ټولو امنيتي ځواکونو په ګډې همغږۍ د هېواد په شمال او شمال ختيځو سيموکې  د افغانستان د خلکو د سولې او آرامۍ او د دښمنانو د له منځه وړلو په مقصد دوام لري.
بايد وويل شي چې د طالبانو د ډلې وياند زياتره د پاکستان په کراچۍ ښارکې  ژوند کوي او ډير لږ افغانستان ته راځي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته