امنیت

دملي اردو دځواکونو چاڼيز عمليات دوام لري او طالبانو ته دسرزيان رسيدلى دى.

کابل باختر د لړم شپږ ويشتمه :
دملي دفاع وزارت دهيواد په بيلابيلو سيموکې دښمنانو ته دسر ددروند زيان داوښتلو خبر ورکړ . 
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفترباختراژانس ته ديوې خبرپاڼې  په ليږلوسره ليکلي دي دهيواد دفاعي ځواکونو چاڼيز عمليات دننګرهارولايت داچين  دغزني ولايت داندړو ،  دکندز ولايت ددشت ارچي اوامام صاحب  دتخار ولايت دخواجه غار  دروزګان ولايت ددهراود  ، دهلمند ولايت دګرشک ،  ناد علي او دواشير دبادغيس ولايت دبالامرغاب  په ولسوالۍ کې ترسره کړل چې له امله يې دښمن ته دسر دروند زيان اوښتى دى او يوشمير دغه جګړه ماران ټپيان شوي دي او درې تنه  قوماندانان يې هم نيول شوي دي .
په دغو فعاليتونوکې يوه اندازه وسلې او درانده مهمات او نور پوځي تجهيزات هم په عملياتو کې دشاملو ځواکونولاس ته ورغلي دي .
  دغه راز په خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې دامنيتي دندو په بهير کې  دملي اردو پنځه تنه سرتيري دماين دچاودنې او ددښمن ددرندووسلو دډزو له امله شهيدان شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته