امنیت

دجلګې ولسوالۍ اجراييه مدير شهيد کړى شو.

کابل – باختر د تلې دمياشتې ١٠
دبغلان ولايت دجلګې ولسوالۍ اجراييه مدير پرون دناپيژاندانو وسله والو کسانو له خوا شهيد کړى شو.
دجلګې ولسوال محمد سرور ګل اغا ددغه خبر دتاييدولو په ترڅ کې باختر آژانس ته وويل: جهادي شخصيت ملا صفي الله چې له څه مودې راپه ديخوا يې دجلګې ولسوالۍ داجراييه مدير په توګه يې دنده ترسره کوله کله چې خپل کورته روان و ددغې ولسوالۍ په ګدري کلى کې دغير مسوولو وسله والو کسانو له کمين سره مخامخ شو چې له امله يې اجراييه مدير شهيد او ورويې ټپي شو.
دجلګې ولسوال ددغې ولسوالۍ اجراييه مدير يو زړه سواند صادق او مجاهد شخص وباله او ويې ويل قاتلين له ساحې څخه تښتيدلي او په دغې ولسوالۍ کې د طالبانو قوماندان ملا اکبر ګنجر ته تللي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته