امنیت

اوولس تنه ډار اچوونکي ووژل شول

کابل باختر دوري  دوه ويشتمه :
ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو په تيرو څلرو ويشتو ساعتوکې د هېواد په بېلابېلو سيموکې د ډار اچوونکو د ځپلو په موخه ګډ چاڼيز او يرغليز عمليات ترسره کړل چې له امله يې د سيمه ئيزو طالبانو د دريو تنو قوماندانانو او اته تنو داعشيانو په ګډون اتلس تنه ډار اچوونکي وژل شوي او د طالبانو د يوه سيمه ئيز قوماندان په ګډون اوولس تنه ټپيان او د طالبانو د استخباراتو يو مسوول نيول شوى دى.
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته د يوې خبرپاڼې په ليږلو سره ويلي دي چې دغه عمليات د توپچي او هوايي قوتونو په ملاتړ د ننګرهار، لغمان، کاپيسا،  پکتيا، پکتيکا، ميدان وردګو، خوست، قندهار، روزګان، بادغيس، فارياب، کندز، بلخ، سرپل او د هلمند د ولايتونو په مربوطاتوکې ترسره شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته