سیاست

جمهوررئیس غني: د اطلاعاتو نه ورکولو فرهنګ باید بدل شي

کابل/باختر/ د غويي د میاشتې ۱۵مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني تېر ماښام د ځوانانو ملي او مدني بنسټونو، د رسنیو ټولنې او مدني بنسټونو، اجتماعي سازمانونو او خصوصي سکتور له استازو سره په ارګ کې وکتل.
د جمهوررئيس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې عبدالبصیر ارین د ځوانانو ملي او مدني بنسټونو، جمال ناصر فرهمند او سمن نوري د رسنیو او مدني بنسټونو، بریالي علیزي د اجتماعي سازمانونو او محمدحسن سپاهي د خصوصي سکتور په استازیتوب خبرې وکړې.
دوی په ټولو برخو کې د جمهوررئیس غني د ځوان محوره برنامو د قدردانۍ ترڅنګ د ولسواکۍ د تضمین، د بیان آزادۍ او د سولې اجتماعي فعالیتونو، په هر ولایت کې د سلاکارانو په توګه د دوو ځوانانو د ګمارلو، د سولې په مذاکراتو کې د رسنیزو فعالانو د حضور، د خبریالانو او رسنیو د امنیت د تامین، د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي، معلوماتو ته د لاسرسي پر وړاندې د ستونزو د لمنځه وړلو، د خبریالانو د شغلي خوندیتوب، د رسنیزو بنسټونو د حساب ورکولو، پر عایداتو د مالیاتو قانون او د غیرمنقول ملکیتونو د قوانینو د پړاوونو د بشپړولو او په ګمرکونو کې د اخاذیو د مخنیوي په برخو کې خپلې ستونزې او وړاندیزونه له جمهوررئیس سره شریک کړل.
وروسته د هېواد جمهوررئیس د سولې په مشورتي لویه جرګه کې د دوی په ځانګړي ډول د ځوانانو رول وستایه او وې ویل، د سولې مشورتي لویې جرګې ستره لاسته راوړنه په افغانستان کې د ثبات تضمین وو. هغه زیاته کړه، له ټولو ارزښتونو څخه به چې تاسې مشخص کړي، دفاع وکړو.
جمهوررئیس غني د رسنیو ټولنې غوښتنو ته په اشارې وویل، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون تصویب د دې ستونزې د رفع کولو لار هواروي، خو د حکومت په بېلابېلو سطحو کې د اطلاعاتو نه ورکول پر یوه فرهنګ بدل شوي دي چې دا فرهنګ باید تغییر وکړي.
هغه زیاته کړه، له یوه معتبره نړیوال بنسټ سره اړیکې نیول شوي چې له خبریالانو څخه د ملاتړ صندوق سره مرسته وکړي.
د هېواد جمهوررئیس د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي او سپکاوي ډک چلند د منلو وړ ونه باله، د چارو ادارې او د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ته یې لارښوونه وکړه چې د دې ادارو په کچه د خبریالانو لپاره د شکایتونو د ثبت دفترونه جوړ شي.
دغه راز جمهوررئیس څرګنده کړه، د بیان آزادۍ او رسنیو ته پاملرنه د حکومت کاري لومړیتوب دی او پر ملي راډیو ټلویزیون اغېزمنه پانګونه کېږي، ترڅو د اطلاع رسولو پر یوه ماډرن بنسټ بدل شي. هغه په رسنیو کې په استخدام کې د کار قانون پر تطبیق، کاري خوندیتوب او د خبریالانو پر قراردادونو ټینګار وکړ.
د هېواد جمهوررئیس د خصوصي سکتور استازو ته ډاډ ورکړ چې د قوانینو د مرحلو بشپړول به چټک او ژر به یو شمېر کانونه داوطلبۍ ته وړاندې شي.
هغه زیاته کړه، داخلي تولیداتو ته د برترۍ ورکولو د اجرا په خاطر اړتیا ده چې تولیدي اتحادیې ایجاد شي.#
پای – ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته