روغتیا

په هېواد کې دپوليو دتطبيق پسرلنۍ دوره پيل شوه

کابل باختر د وري  دمياشتې  ٦ :
دپوليو واکسين  دتطبيق  لومړنۍ پسرلنۍ دوره  نن په ټول هېواد کې پيل شوه.
په هغې غونډه کې چې له همدې امله  دا ندراګانډي دماشوم دروغتيا په روغتون کې  جوړه شوې وه  دعامې روغتيا وزير ډاکتر فيروزالدين فيروز  ديوه ماشوم په  خوله کې د دوو څاڅکو واکسين  په څڅولو سره  دغه پروګرام په رسمي ډول پيل کړ او څرګنده يې کړه  چې دغه پروګرام  سبا پيل کيږي  او درې ورځې دوام کوي.
دباخترآژانس دخبريال دخبرله مخې :  دعامې روغتيا وزير وويل:په دې دوره کې له پنځه کلنۍ څخه  اته اعشاريه اته مليونو تنو ماشومانو اودناروغيو په وړاندې  له شپږمياشتنې څخه ښکته ماشومانو ته  دهغوى دبدن دمقاومت دلوړولو په خاطر دويټامين تابليټونه ورکول کيږي  .
ډاکتر فيروز وويل ؛ دغه پروګرام دباميانو ، دايکنډي  او غور له ولايتونو پرته په ټول  هېواد کې  تطبيقيږي  اوپه دغو دريو ولايتونو کې داقليمي ستونزو او دهوا دسړښت په خاطر به دغه پروګرام وروسته اجرا شي.
ده وويل  چې دپوليو واکسين دماشومانو دګوزڼ دناروغۍ دمخنيوي له مهمو لارو چارو څخه دي چې دنړۍ زياترو هېوادونو ددغه  واکسين په تطبيقولو سره  دماشومانو د ګوزڼ دناروغۍ جرړې ايستلي دي.
په دې پروګرام  کې پنځه شپيته زره روغتيايي  کارکوونکي او روزل شوي رضاکاران په ټول هېواد کې   کور په کور ځي او له پنځه کلنۍ څخه ښکته ماشومان  ددغه خطرناکې او دايمې معيوب کوونکي ناروغۍ په وړاندې  واکسينوي.
په دغو دريو ورځو برسيره دهمدې اوونۍ د جمعې په ورځ هم  دهغو ماشومانو  دواکسينولو په خاطر چې له واکسين څخه پاتې وي کورنيو ته مراجعه وکړي  چې هېڅ افغان ماشوم له واکسين څخه بې برخې پاتې  نه شي.
په دې پروګرام کې دنړۍ روغتيايي سازمان  او ديونسف اداره  دعامې روغتيا له وزارت سره مرسته کوي.
په دې غونډه کې يو تن ديني عالم ايمان هم خبرې وکړې  او دپوليو دواکسين تطبيقول يې ملي او ديني کار وباله  او څرګنده يې کړه چې  دغه واکسين  زموږ دهېواد دماشومانو دژغورنې لپاره حياتي د ى اوهيڅ راز ديني خنډ نلري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته