سیاست

اجراييه رييس شپاړلسو تنو درنو عالمانو ته مډالونه ورکړل .

کابل باختر دچنګاښ  څليرويشتمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت اجراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله په يوه ځانګړي پروګرام کې دجوماتونو شپاړلسو تنو ملاامامانو، درنو عالمانو او سترو ديني شخصيتونو ته داسلام دمبين دين دلوړو ارزښتونو دتبليغ او ترويج په کار کې ددوى دغوره خدمتونو په درناوۍ دغازي مير مسجدي  خان غازي، ميربچه خان او دغازي ملا مشک عالم مډالونه ورکړل .
  داجراييه رياست  دوياند دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ.
دهېواد اجراييه رييس ددغه پروګرام په بهير کې وويل: ديني عالمانو دافغانستان  دتاريخ  په اوږدو کې دځمکنۍ بشپړتيا ددفاع او په هېواد کې داسلامي ارزښتونو دساتنې لپاره رغنده او تاريخي رول لوبولى دى چې دقدر وړ دي  اوس هم درانه عالمان دټولنې دروښانفکر او پوه قشر  په توګه په لازم ډول په  ديني لارښوونو دخلکو دپوهاوي او دهغوى د ويښولو  لپاره اغيزمن اومهم رول لري .
دهېواد اجراييه رييس دغه راز دخپلو خبرو په دوام  زياته کړه په اوس وخت کې درانه عالمان دهېواد ددولتي مسوولينو او دامنيتي ځواکونوترڅنګ  دافغانستان داوسنيو ستونزو دحل کولو لپاره په تيره بيا له تروريزم او بنسټپالنې سره دمبارزې په لاره کې  دروند ايماني او وجداني مسووليت لري ځکه چې دهغوى خبرې دديني عالمانو او مبلغانو په توګه په خلکو اغيزې  لري ځکه ددين په باب  سمه پوهه او دصحيح تفسير  وړاندې کول زموږ ټولنې  ته ډيره ارزښتناک بلل کيږي
په دې پروګرام کې استاد فيض  محمد عثماني ، محمد اياز  نيازي ، ډاکتر عبدالله نور العباد ډاکتر داعي الحق عابد ، ډاکتر عبدالباري حميدي ، قاري مير عبدالحميد ذکا ،  مولوي عبدالظاهر  حقاني ، مولوي فضل کريم  سراجي ، عبدالبصير  حقاني ، مولوي عنايت الله بليغ ،  مولوي  سلطان احمد بيک  ، مولوي احسان الحق ، حجت الاسلام محمد حسين محقق زاده ، عبدالقدير  عالمي ،  مولوي عزيز الله مفلح  او مولوي عطاالله  فيضاني ته مډالونه ورکړى شول .
شپاړلس  تنه درانه عالمان پخوا دحج او اوقاو وزارت له خوا دمډالونو دترلاسه کولو لپاره جمهوري رياست ته پيشنهاد شوې وه چې دجمهوري رياست له منظورۍ  وروسته په ننني پروګرام کې  دنظر وړ مډالونه د هېواد داجراييه رييس له خوا هغوى ته ورکړى شول .
دهېواد اجراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله په پاى کې ټينګار وکړ چې حکومت ددرنو عالمانو په تيره بيا  دلوړو زده کړو په برخه کې  دهغوى دستونزو دحل کولو لپاره هڅه او هاند کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته