امنیت

په لغمان کې د يوې چاودنې مخنيوى

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٨
په لغمان ولايت کې د يوې چاودنې مخه ونيول شوه.
امنيتي مامورينو د لغمان ولايت د مهترلام ښار د مازوزو د کلي په يوه ګڼ ميشت سيمه کې يو بم کشف او شنډ کړ.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه بم د طالبانو له خوا په دې ګڼ ميشته ساحه کې ځاى پرځاى شوى و.
ده وويل: امنيتي مامورينو د سيمې د خلکو په همکارۍ د دغه بم په کشفولو او شنډولو بريالي شول.
ويل کيږي چې طالبانو له څلورو بمونو څخه يو قوي بم جوړ کړى و او غوښتل يې يوه مرګانۍ پيښه رامنځته کړي .
د دغه ناکامه بمي بريد په اړوند څوک نه دى نيول شوى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته