نړۍ

پاکستاني طالبانو يو مياشتى اوربند اعلام کړ.

پيښور-  ډي ډان – باختر دکب دمياشتې ١١
د پاکستاني  طالبانو تحريک پرون  د  پاکستان له حکومت سره  يو مياشتنى  اوربند اعلام کړ.
باختر آژانس دپاکستان  د ډان   ورځپاڼې له خولې خبر راکړ .
دپاکستاني طالبانو دتحريک يوه ويندوى  ويلي دي چې دغې ډلې له خپلو ټولو غړو څخه غوښتي دي  چې اوربند رعايت کړي.
په   دې  اوربند کې د طالبانو ټولو غړو  ته ويل شوي دي چې له جهادي  فعاليتونو څخه دې  ډ ډ وکړي.
دپاکستان د ډان  ورځپاڼى په ليکنه اووه  کاله کيږي چې په دغه هيواد کې جګړه پيل شوې  ده او له امله يې  زرګونو تنوته مرګ ژوبله اوښتې ده .
دياغي طالبانو له خوا د سرحدي ځواکونو د درې ويشتو تنو عسکرو له وژل کيدو وروسته د دواړو لورو ترمنځ د سولې خبرې لغوه  شوې.
ددغو عسکرو له وژل کيدو وروسته پاکستاني پوځيانو دخيبرپښتونخوا په ايالت کې دياغيانو دپټنځايونو پرخلاف پوځي عمليات ترسره کړل چې له امله يې  په لسګونو تنه ياغيان ووژل شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته