ټولنه

د سالنګ لویه لاره د ټولو وسایطو پرمخ پرانیستې ده

کابل/ د سلواغې ١٦مه/ باختر
نن په سالنګونوکې آسمان شين دی او ټېلري موټرونه له یوه لوري او نور وسایط کولاى شي په دوه طرفه ډول پر دې لويې لارې تګ راتګ وکړي.
د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست انجنیر عبدالظاهر محمدي د باختر اژانس خبریال ته وویل چې په سالنګونو کې آسمان شين دى او ټېلري وسایط له شمال څخه جنوب ته او نور وسایط کولای شي په ژمنیو تجهیزاتو او د مقرراتو په رعایتولو سره په دې لاره کې تګ راتګ وکړي.
همدا اوس په سالنګ لویه لاره کې د لیدلو ساحه ١٠ کیلومتره، په یوه ثانیه کې د توپان چټکتیا ٢ متره، لنده بل ٢٩ سلنه، د هوا سړښت منفي ١٦ درجې، د واورې پړوالى١٠ سانتې متره، په واټ کې د ګنګل څه ناڅه ٥٠ کلیومتره او په ٢٤ ساعتوکې د واورې د اورښت احتمال ١٠ سلنه ده.
پاى/ سعیده 

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته