سیاستخبرونهاقتصادTOP

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست د نیمروز له والي سره وکتل

کابل، د سلواغې ۸مه، باختر
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور په خپل کاري دفتر کې د نیمروز له والي شیخ محمد قاسم خالد سره په کتنه کې په هغه ولایت کې د اوبو او انرژۍ پروژو د پلې کولو په هکله خبرې وکړې.
په دغه کتنه کې، د نیمروز والي د اوبو او انرژۍ وزارت کړنې وستایلې او د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د چکډمونو د پروژو په لاره اچول او پلې کول يې د اوبو د مدیریت او د ځمکې لاندې اوبو سرچینو د پياوړتیا په برخه کې یو مثبت ګام وباله.
نوموړي همدارنګه د اوبو او انرژۍ پروژو په برخه کې د نیمروز ولایت د خلکو ستونزو ته اشاره وکړه او د وزارت د رهبري مقام څخه یې د همکاري غوښتنه وکړه.
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست د نیمروز والي ته ډاډ ورکړ، چې د شته امکاناتو په پام کې نیولو سره به د هغوی ستونزو ته رسېدنه وشي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته