روغتیا

يوه لبناني ډاکتر د سترګو د درملنې لپاره نوې لارې چارې پيدا کړې دي

بيروت الجريزه  باختر/  دزمري دمياشتې ١١ :
لبناني ډاکتر الياس جراده  د سترګو د درملنې لپاره  نوې لارې چارې پيدا کړې دي.
باختر آژانس د الجزيرې د ټلويزيوني شبکې له خولې خبر راکړ :
دغه لبناني ډاکتر وکولاى شول چې له ښې سترګې څخه کينې سترګې ته ديوه ناروغ  دځينو برخو په ليږدونې سره د ده د٣٠ کلن  ړند والي ستونزه لرې کړي.
دغه لبناني ډاکتر د جراحۍ د دغه عمل په باره کې وويل: حاتم سليمان يو داسې ناروغ و چې يوه سترګه يې د لبنان په کورنۍ جګړه کې د ګولۍ د لګيدو له امله زيانمنه شوې وه او ډاکترانو هلې ځلې کړې وې چې د ده د سترګو کيسې او مخکينۍ برخه ترميمه کړي.
جراده له زياتو تحقيقاتواوله مشهورو استادانو او متخصصينو سره له سلامشورو وروسته دې نتيجې ته ورسيد چې تر اوسه پورې دغه عمليات بې سارى دى. خو ټولو دغو کسانو دغه مفکوره غوره وبلله.
معالج ډاکتر ناروغ ته د خپلې مفکورې په باب معلومات ورکړل  او دهرې نتيجې  د نه اټکل په باب يې ده ته خبر ورکړ او ناروغ هم د جراحۍ دعملياتو له ترسره کولو  سره موافقه وکړه .
د جراحۍ دغه عمليات د ډيرې دقيقې تکنالوجۍ په کارولو سره  په دريو ساعتونو کې ترسره شول او د کيسى او د بنيادي سلونونو په ګډون د ښې سترګې مخکينۍ برخه له کيڼې سترګې سره پيوند شوه او دپانسمان له پرانسيتلو وروسته مشخصه شوه چې  ناروغ خپلې سترګې روښنايي بيا ترلاسه کړې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته