واشنګتن- وى او اې – باختر دمرغومې دمياشتې ١٣
دامريکادبهرنيو چارو وزير جان کري پرون اسراييلو ته ورسيد دا په يو کال کې سيمې ته دجان کري لسم سفر دى .
د رويترز دخبري آژانس دخبرله مخې : ددغه سفر هدف دهغه موافقه ليک تصميم دى چې داسراييلو او فلسطينيانو ترمنځ دمهمو مسلو په چوکاټ ورباندې خبرې کيږي او يو مستقل هيواد دجوړولو لپاره فلسطين ته لاره پرانيزي .
دا په داسې حال کې ده چې دسرحدي کرښې دټاکلو ، مهاجرينو ،دبيت المقدس دحالت او امنيتي مسلو په باب تراوسه د دواړو لور ترمنځ ژور اختلاف شته .
0 د یوې دقیقې څخه لږ