سیاست

جمهوررئیس غني د اسیا بنسټ له عمومي رئیس سره وکتل

کابل_باختر د تلې د مياشتې ٢٩ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د اسیا بنسټ (ایشیا فاونډیشن) له عمومي رئیس ډیوډ ارنولډ او ورسره مل پلاوي، سره په ارګ کې وکتل.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په پيل کې د اسیا بنسټ عمومي رئیس جمهوررئیس ته د دغه بنسټ د فعالیتونو په اړه راپور ورکړ، وې ویل: اسیا بنسټ په بېلابېلو په ځانګړي ډول اقتصادي، ټولنیزو، د ښځو د ملاتړ، ښوونې او روزنې برخو کې کار کوي. 
ډیوډ ارنولډ زیاته کړه: " موږ چمتو یوو چې د تېر په څیر د افغانستان له حکومت او خلکو سره همکاري وکړو".
د هېواد جمهوررئیس په بېلابېلو برخوکې له افغانستان سره د دغه بنسټ له مرستومننه وکړه او له دغه بنسټ څخه یې وغوښتل چې په تخنیکي، مسلکي او حرفوي برخو کې لا زیاتې زمینې برابري کړي، تر څو له دې لارې خلکو په ځانګړي ډول ناچاره قشر ته د کار او بوختیا شرایط رامنځته شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته