ټولنه

دماين دچاودنې له امله دوه تنه ملکي وګړي ټپيان شول

کابل باختر دغويي دمياشتې ١١ :
دسمنګانو ولايت په يوه واټ کې  پرون دوسله والو طالبانو له خوا ديوه ښخ کړى شوي ماين دچاودنې  له امله  دوه تنه ملکي وګړي ټپيان شول.
دسمنګانو په ولايت کې دوګړني پاڅون قوماندان غلام سخي باخترآژانس ته وويل  چې دغه کسان د هغه ماين دچاودنې له امله ټپيان شول  چې  طالبانو يو ماين ددغه ولايت دمرکز په مربوطاتو کې ځاى پرځاى کړى وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته