کابل- باختر د ثور دمياشتې ٦
د پکتيا ولايت دعامه نظم د پوليسو په قرارګاه نن د يوه توغندي د لګيدو له امله ١٢ تنه کارګران ټپيان شول.
دپکتيا ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال زلمي اوريا خيل د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه پيښه نن د پکتيا ولايت په مرکز ګرديز ښار پورې اړوند د سروړي په ساحه کې د عامه نظم د پوليسو په قرارګاه کې رامنځته شوه.
د خبرځاى د څرګندونو له مخې: وسله والو طالبانو د عامه نظم د پوليسو د قرارګاه په ودانۍ چې د جوړولو په حال کې ده؛ يو توغندى هغه وخت وتوغاوه چې کارګران په ودانۍ کې په کار بوخت وو.
د ګرديز ښار د ملکي روغتون سرطبيب حياګل پاکتين وويل چې د دغې پيښې د نهو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب دى چې کابل ته وليږدول شول او نور يې په همدې روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
0 1 دقیقه لوستل