کابل باختر د غبرګولې ٢٥مه :
په روزګان ولايت کې دطالبانو دډلې دجنګي وسايلو يوه ستره ډيپو کشف شوه
دغې ډيپو دترينکوت ښار ته څيرمه دطالبانو په يوه پټنځي کې موقعيت درلود . دهېواد په جنوب کې دملي اردو يوه قوماندان باختراژانس ته وويل چې په دې ډيپو کې په لسګونو سپک او درانده جنګي وسايل ترلاسه شوي دي .
ده وويل چې دغه جنګي وسايل په يوه کانتينر کې ساتل کيدل .
ددغې ډيپو دکشف په اړوند څو ک نه دي نيول شوي .
ختم_ عطاالله _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ