تونس ښار – ايرنا- باختر د کب دمياشتې ٣
دتونس د کورنيو چارو وزارت پرون ددغه هيواد په جنوب ختيځ کې ديوه خطرناک ترورستي بانډ دنيولو خبر ورکړ .
دتونس دکورنيو چارو وزارت ديوې وينا په صادرولو سره اعلام وکړ له تروريزم سره دمبارزې ځواکونه ددغه هيواد دهوايي ځواکونو او اردو په همکارى په دې بريالي شول دتونس دجنوب په ختيځ په بن قردان سيمه کې دکمين په نيولو سره يو ترورستي بانډ ونيسي.
داپه داسې حال کې ده چې دتونس د دفاع وزارت هم اعلام وکړ .
له الجزاير سره په ګډو پوله کې د اردو ځواکونو په يوه ناپيژندل شوي موټر چې له الجزاير څخه تونس ته ننوتي و ډزې وکړى.
0 د یوې دقیقې څخه لږ