کابل باختردليندۍ دمياشتې٤ نيټه :
دملي دفاع وزارت د تيرو ٢٤ ساعتو په بهيرکې د هېواد په ځينو سيموکې د امنيتي ځواکونو په عملياتوکې د ٢٧ تنو ډار اچوونکو د وژلو خبر ورکړ.
د باختر آژانس د خبرله مخې:
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ چې د ملي اردو ځواکونو په تيرو ٢٤ ساعتوکې د کاپيسا، غزني، پکتيکا، قندهار، روزګان، جوزجان، فارياب، کندز او د هلمند د ولايتونو په مربوطاتوکې چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې٢٧تنه ډار اچوونکي ووژل شول او ١١تنه نور يې ټپيان شول.
پاى ج ذ