خبرونهامنیت

په ننګرهار کې د داعش د هدفمندو ترورنو د شبکې پنځه غړي ونیول شول

– جلال اباد / د سلواغۍ / ۲۲/ باختر
د ملي امنیت مامورانو په ننګرهار کې د داعش د هدفمندو ترورنو د شبکې د پنځوغړو د نیولو خبر ورکړ.
دغه داعشیان تېره شپه د چپرهار په ولسوالۍ کې د دوی په پټنځای کې د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې ونیول شول.
د ملي امنیت د صفر دوه قطعې یوه خبر ځای د باختر اژانس خبر یال ته وویل چې نیول شوي کسان د جلال اباد ښار او یو شمېر ولسوالیو کې د دولتي کار کوونکو په ترور له هغې جملې څخه دپوځي افسرانو او د قومي مشرانو او اسلامي عالمانو په ترور بوخت وو.
دغو پنځو تنو په خپلو لومړنویو تحفیقاتو کې په ننګرهار کې د دولتي کارکوونکو د ترور په څو موردو اعتراف کړی دی .
داعش تر اوسه پورې په دې اړوند څه نه دي ویلي .
پای / سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته