نړۍ

په واشنګتن کې يوځان مرګي يرغلګرو ونيول شو.

واشنګتن  باختر دسلواغي نهه ويشتمه

 دامريکا پوليسو په واشنګتن ډي سي کې ددغه هيواد دکانګرس ودانۍ ته څيرمه ديوه ځانمرګي يرغلګر دنيول خبر ورکړ .

 دوى او اى  نيوز دخبري سايت دخبر له مخې  دامريکا  مقاماتو ويلي دي  دالمغرب  نهه  ويشت کلن مشکوک  تبعه  هغه وخت ونيول شو چې هڅه يې کوله دچاوديدونکو توکو په کارولو  سره دامريکا په کانګرس بريد وکړي .

 دپوليسو د څرګندونو له مخې ددغه سړى چاوديدونکي توکي دپوليسو له خوا شنډ کړي شول او خلکو ته هيڅ راز ګواښ متوجه نه دي  .

 دامريکا دعدليې وزارت ويلي دي چې امين الخليفي پرون په فدرال محکمې  کې حاضر شو او دوسلې دليږدونې او ډله  ئيزي  وژنې  تور پري ولګول شو .

 ددغه وزارت مقاماتو زياته کړي ده چې دى داساسي توګه دپوځي اډي ، يو رستورانت او ديهوديانو دکليسا په ګډون بيلابيل  هدفونه په پام  نيولي و  .

 ويل شوي دي داسي بريښي چې دى په غير قانوني  ډول  امريکا متحده ايالاتو ته  سفر کړي او دالقاعده له شبکي سره اړيکه نه لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته