کابل باختر دکب دمياشتې ٢٥ :
سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د دغه ولايت د روداتو ولسوالۍ اړوند د بړوسيمې قومي مشرانو ستونزې د حل په موخه واوريدې او د حل ډاډ يې ورکړ.
په دې غونډه کې د روداتو ولسوال حضرت خان خاکسار د غازي امان الله خان ښارګوټي ستونزه بيان کړه.
خاکسار وويل، چې په دې ښارګوټي کې د بړو خلکو له نجيب زراب سره د هوکړې له مخې کار پيل کړې، چې د نجيب زراب استازو يې د کارمخه نيولې .
د بړو قومي مشرانو په استازیتوب قاري يوسف وويل، چې د غازي امان الله خان ښارګوټي د جوړېدو هوکړه د بړو سيمې خلکو، هزار بز او نجيب زراب ترمنځ شوي ده، چې د هر قوم پکې خپله برخه د شرعي وثيقې له مخې معلومه ده.
ده وويل، چې نجيب زراب او هزار بز مشران د پخوانۍ پريکړې څخه سر غړونه کوي او په نقشه کې لاسوهنه کوي.
د نجيب زراب استازو وويل، چې دوی د شپږ زره پنځه سوه جريبه ځمکې پیسې حکومت ته ور کړي او همدا راز د بړو سيمې خلکو هم د خپلو نومرو پیسې ورکړي دي.
دوى زياته کړه، چې دوی دې ته حاضر دي د نقشې له مخې د بړو خلکو ته خپلې نومرې په واک کې ورکړي.
سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وويل، چې کومه ژمنه چې د نجيب زراب ، هزرا بز او بړو خلکو ترمنځ د شرعي وثيقې له مخې شوی پکار ده ، چې د نقشې مطابق د شوې هوکړې له مخې نقشه پلي شي.
والي د روداتو ولسوال ته لارښوونه وکړه، چې په روداتو ولسوالۍ کې د غصب مخنيوي ترڅنګ د غازي امان الله خان په ښارګوټي کې د نوې ابادۍ مخه ونيسي.
3 1 دقیقه لوستل