امنیت

نوې خبر : دبغلان ولايت دتاله اوبرفک ولسوالۍ سقوط وکړ .

کابل باختر دکب  يوولسمه :
دبغلان ولايت دتاله اوبرفک ولسوالۍ  طالبانو ونيوله .
  دبغلان ولايت د تاله اوبرفک ولسوالۍ  يوسيمه ئيز خبرځاى  چې دنوم له اخستلو څخه ډډه وکړه باختر اژانس ته وويل  چې وسله وال طالبان نن مازيګر  په درې نيمو بجو ددغې ولسوالۍ بازار ته ننوتل  .
وسله والو طالبانو له درې ورځې راپديخوا  له څو لورو دتاله اوبرفک ولسوالۍ په امنيتي پوستو  خپل بريدونه پيل کړل او ترنن غرمې پورې  ديرغلګرودغه ټول بريدونه ناکام شوې و  .  دتاله اوبرفک ولسوال پرون رسنيو ته وويل چې  دکومکي ځواکونو او دوګړنيو پاڅونکوونکو په رسيدو سره  نور  دطالبانو له خوا دولسوالۍ  دنيولو لپاره  کومه انديښنه نشته .
دطالبانو له خوا دتاله اوبرفک ولسوالۍ دنيولو له خبر وروسته  زموږ خبريال  په پرله پسې اړيکو سره له ولسوال سره  په خبرو بريالى نه شو .
دبغلان ولايت په تاله اوبرفک کې  ميشتو پوځيانو  او خلکو دطالبانو له خوا  ددغې ولسوالۍ  دنيولو په نسبت  پخوا  خبر دارى ورکاوه .
  دوى  له مرکزي حکومت څخه غوښتې و  چې دزياتو ځواکونو د ځاى پرځاى کولو او دسترو پوځي عملياتو په ترسره کولو سره  د وسله والو طالبانو يرغليز  قدرت  له منځه يوسي . او دډار اچوونکو له خوا ددغې ولسوالۍ داحتمالي سقوط مخه ونيسي .
  د بغلان ولايت دتاله اوبرفک ولسوالۍ  دپلخمري ښار  دجنوب لويديځ  په يوسلو دولس کيلومتري واټن کې  موقعيت لري .  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته