سیاست

د بهرنیو چارو وزیر جلالتمآب ډاکټر زلمي رسول په جده کې د اسلامي همکاریو د سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې وینا وکړه

کابل باختردزمري دمياشتي  ٢٤ :

کابل- د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر زلمي رسول د اسلامي همکاریو د سازمان (OIC) د بهرنیو چارو وزیرانو په فوق العاده غونډه کې، چې د اسلامي امت ترمنځ د پیوستون د پیاوړتیا په اړه وه، د سه شنبې په ماښام په جده کې وینا وکړه.دغه غونډه د اسلامي همکاریو د سازمان د څلورمې فوق العاده غونډې د چمتووالي په اړه وه،  کومه چې د زمري د میاشتې په ۲۴-۲۵ مو په مکې مکرمې کې  د سعودي عربستان د پاچا خادم الحرمین شریفین جلالتمآب شاه عبدالله  بن عبدالعزیز په نوښت جوړیږي.

په دغه غونډه کې د سوریې، مالي، فلسطین د جاري حالاتو په اړه او همدارنګه په میانمار کې د روهینګیا لږکیو مسلمانانو د ځورونې په موضوع خبرې اترې ترسره شوې.

"دغه غونډه د امت او پراخې نړۍ لپاره په یو ډیر ځانګړی او مهم وخت کې ترسره کیږي،" ښاغلي ډاکټر رسول وویل."دغه غونډه مونږ ته فرصت راکوي چې د اسلامي نړۍ د ډیرو هیوادونو حالات وڅیړو، په ځانګړې توګه د فلسطیني خویندو او وروڼو مشروع موخې،د سوریې روان حالات، کوم چې زمونږ لپاره د جدي اندیښنې وړ دي، په میانمار کې د روهینګیا لږکیو مسلمانانو ځوریدنه او همدارنګه په مالي کې خطرناک حالات کوم چې په ددغو هیواد کې د تروریستي او جنایي پیښو له امله منځته راغلي دي."

په دې غونډه کې د دغو څلورو هیوادونو د حالاتو په اړه په ځان ځانته قراردادونو  او د مکې مکرمې د غونډې د وروستنۍ اعلامیې د مسودې په اړه غور او فکر وشو.

"افغانستان د نوموړو څلورو هیوادونو د حالاتو په اړه د څلورو قرار دادونو د مسودو ملاتړ کوي"،.

د بهرنیو چارو وزیر همدارنګه د اسلامي همکاریو د سازمان د غړیو هیوادونو څخه غوښتنه وکړه چې د افغانستان د سولې د بهیر په عملي توګه ملاتړ وکړي.

هغه وویل چې دغه غونډه او مسلمانه نړۍ په ټوله کې " بايد د افغانانو په مشرۍ او د افغانانو په ملکیت د سولې او روغې جوړې د بهیر څخه په لوړ غږ او سپیڅلې توګه ملاتړ اعلان کړي، تر څو په افغانستان کې د تاوتریخوالي سیاسي حل تر لاسه شي، یو داسې بهیر کوم چې د تاوتریخوالي د پریښودلو، د ټولو تروریستي ډلو سره د اړیکو د پریکون، د افغانستان د ډیموکراټیکو لاسته راوړنو د ساتنې او د افغانستان اساسي قانون ته د درناوي په اصولو ولاړ ده، کوم چې د یو باامنه، باثباته او ولسواکه افغانستان لپاره د ټولو افغانانو د مشروع علاقې ښودنه کوي."

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته