سیاست

د میدان وردګو والي د سیدآباد دپیښې دعاملینو دمحاکمې په اړه له جمهوررييس سره خبرې وکړې

میدان ښار دسلواغی لسمه باختر
له جمهوررييس محمد اشرف غني سره په ټیفلوني خبرو کې  حیات الله حیات د سیدآباد «اوتړیو» پیښې دعاملین د محاکمې او یوشمیر نور مسایل شریک کړل.
جمهوررييس  پرون دخپلو ټیلفوني خبرو په ترڅ کې د میدان وردګو والي ښاغلي حیات سره خبرې وکړې.
ده  له جمهوررييس سره د سیداباد ولسوالۍ دپیښې د عاملینو دمحاکمې د ځنډ پر مسلې د ولسونو اندیښنې شریکې کړې او هم یې د عمومي امنیتي وضعیت او د چک بریښنا بند رغولو په اړه خبرې وکړې.
جمهوررييس دغه راز په ولایت مقام کې د مدني ټولنو راټولو شویو استازو سره هم د ټیلفون له لارې خپل پیغام شریک کړ.
تر ټیلفوني خبرو وروسته پرون د سیدآباد ولسوالۍ د « اوتړیو» پیښې په تړاو د جمهوررييس محمد اشرف غني په ځانګړې لارښونه د لويي څارنوالۍ د نظامي څارنوالۍ درییس په مشرۍ یو پلاوي د میدان وردګوله والي ښاغلي حیات الله حیات سره وکتل.
راغلي پلاوي وویل، چې جمهوررييس جدي لارښونه کړې؛ څو دغه قضیه تعقیب او د عاملینو محاکمه یې له ولس سره دکړې ژمنې په اساس په عادلانه ډول ترسره شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته