امنیت

د دوو نوماندانو د انتخاباتي کمپايونو غړي په غورکې ووژل شول

کابل باختر د کب اتلسمه :
په غور ولايت کې د جمهوري رياست او د ولايتي شورا د دوو نوماندانو د انتخاباتي کمپاين درې غړي د وسله والو طالبانوپه بريدکې ووژل شول.
دغه کارکوونکي چې دجمهوري رياست دنوماند ډاکتر زلمي رسول او د ولايتي شورا د نوماندې نجيلا شريفي د انتخاباتي کمپاين لپاره کار کاوه؛ پرون مازيګر ددغو کانديدانوله تبليغاتي پاڼو او عکسونوسره چې د غور ولايت له مرکز څخه د تيورې ولسوالۍ په لور روان وو؛ د بند پور په ساحه کې د وسله والو طالبانو له خوا پرې بريد وشو او ووژل شول.
په دې بريدکې يرغلګرو دجمهوري رياست دنوماندډاکتر زلمي رسول دانتخاباتي کمپاين يو غړى له ځان سره بيولى دى.
دغور ولايت امنيه قوماندان جنرال دلاور شاه دلاور دباخترآژانس خبريال ته وويل: دغه کارکوونکي په انتخاباتي مبارزو بوخت وو چې د وسله والو طالبانوله خوا پرې بريد وشو او ووژل شول .
  ده تاييدکړه چې يرغلګرو ددغو دريو تنو کارکوونکو له وژلو وروسته يو تن بل يې چې د ډاکتر زلمي رسول کمپاين لپاره يې کار  کاوه؛ له ځان سره بيولى دى. 
يوه اړونده خبرځاى وويل: ددغې پيښې د عاملينو دنيولو لپاره پلټنې پيل شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته