ټولنه

په پروان کې دبيړنيو حالاتو دکميټې غونډه جوړه شوه .

کابل باختر د وري اووه ويشتمه :
دبيړنيو حالاتودکميټې غونډه نن دپروان دوالي   په مشرۍ  ددغه ولايت په مرکز کې جوړه شوه .  په دې غونډه کې چې دپروان دوالي  مرستيال شاه ولي  شاهد له طبيعي پيښو سره دمبارزې مسوولينواو ددولتي ادراو رييسانو برخه لرله  دپروان والي  فضل الدين عيار دولايت په کچه  دوروستيو اورښتونو  او دسېلاونودراوتلو دحالت په باره کې خبرې وکړې  او د  خلکو دژغورنې  په خاطر يې  دڅيړنې کميټه جوړه کړه .  په دې کميټه کې چې داطلاعاتواوفرهنګ  ، دژوندانه دچاپيريال  ساتنې ،ښاروالۍ  له طبيعي پيښو سره دمبارزې  ،  کرنې ، فوايد عامې ، دکليو دبياجوړولو اوپراختيا ، سرې مياشتې اودپوهنې ادارې  اودولسواليو  استازي  پکې شامل دي .  موظفه شوې ده  چې دسېلاونو دراوتلو له امله په زيانمنو شويو ساحو کې حالات  له نږدې  وڅيړي .
ده دغه راز ولسوالانو او ددغه ولايت په ولسواليو کې  امنيتي ځواکونو ته لارښوونه وکړه چې  له دغې کميټې سره دې  په جدي توګه  همکاري وکړي .
  ختم _ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته