امنیت

يوه اندازه وسلې اومهمات ترلاسه او ٦٣ ماينونه کشف او شنډ کړاى شول .

کابل باختر د تلي  شپاړسمه :
دملي اردو اود ملي امنيت منسوبينو نن دهيواد په څو ولايتونوکې دامنيتي ګزمې په بهير کې يوه اندازه  وسلي اومهمات  ترلاسه کړل .
دملي دفاع وزارت دويندوى مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ  : 
دقندهار ولايت دپنجوايي ولسوالۍ په مربوطاتو کې  دملي اردو اوملي امنيت دمنسوبينو دګډې ګزمي په  بهير کې يو کلاشينکوف ، دتوغندي ويشتونکي دوه ماينونه ، دوه دوربينونه ، ١٣ ريموت کنترول ماينونه ،  دماين ١٠٠ تلکونه ،  ٤٠ کيلوګرامه باروت ١٢لاسي بمونه ، ٥٠٠  سربي ګلولې چې  دماينونو په جوړولوکې کارول کيږي او  دبريښنا دوه بستې لينونه ترلاسه شوي دي او ٤٣ ماينونه کشف او شنډ کړي شول .
دغه راز دبدخشان ولايت دکران اومنجان ولسوالي په مربوطاتو کې دملي اردو دځواکونو دتصفيوي عملياتو په بهير کې دتوغندي ويشتونکي ٤٠ ماينونه  ، دهاوان پنځوس ماينونه ، دزيکويو ٥٠ بکسۍ ګولۍ ، دپيکا ٤٠ ګولۍ دزي او ٤٠  ګولۍ  او دداشکې٤٠ ګولۍ ترلاسه شوي دي
دقندهار ولايت په مربوطاتو کې  دملي اردو دمنسوبينو دامنيتي دندو په بهير کې ٢٠ ماينونه کشف او شنډ کړي شول .
ديوبل خبر له مخې :   دبادغيس ولايت دآبکمري  ولسوالۍ په مربوطاتو کې  په واټ کې دماينونو د چاودنې له امله دملي اردو يو منسوب شهيد شو .
دغزني ولايت دګيلان ولسوالۍ په مربوطاتو کې دوه تنه ټپيان ، دننګرهار ولايت دشيرزاد ولسوالۍ په مربوطاتو کې دوه تنه ټپيان ، او دهرات ولايت د کشک کهنه ولسوالۍ په مربوطاتو کې دملي اردو يومنسوب ټپي شو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته