امنیت

په پکتيا کې پر امنيتي پوستو د يوې ډلې طالبانو په بريدکې د اوو تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل

کابل باختر د چنګاښ  اتمه:
په پکتيا ولايت کې په نويو نښتوکې اووه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او څه ناڅه لس تنه نوريې ټپيان شول .
دغه جګړه تېره شپه په احمد آباد ولسوالۍ کې پرڅو امنيتي پوستو د طالبانو په پراخو بريدونو سره پيل شوه او ترنن سهار پورې يې دوام درلود .
د پکتيا ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالله دباختر اژانس ته خبر ورکړ:
په دې نښته کې اووه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او لس تنه  نوريې ټپيان شول.
  ده په دې نښته کې د څلورو تنو پوځيانو د شهادت او دڅه  ناڅه دريو تنو نورو  ټپي کيدل تاييدکړل او ويې ويل طالبان دسر دسخت زيان په زغملو سره وتښتيدل .
  ويل کيږي دنښتې په پاى کې پوځيانو د طالبانو څوجنګي وسايل ترلاسه کړي دي .
د يوبل خبر له مخې:
د پکتيا ولايت په ځينوسيموکې په دريو جلا جلا نښتوکې دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او د وسله والو طالبانو د ډلې ديوه سيمه ئيز قوماندان  په ګدون اووه تنه نور تپيان شول.
   دپکتيا ولايت پوليس وايي: په دغو نښتوکې سرتيرو او ملګي وګړو ته زيان نه دۍ اوښتى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته