خبرونهټولنه

په پروان کې د عظيم الشان قرآن د ښه قرائت غونډه جوړه شوه

۳۱- کابل / د مرغومي ۲۱ مه / باختر
د (اُنس با قرآن) تر نامه لاندې د ښه قرائت غونډه نن د پروان په جبل السراج ولسوالۍ کې جوړه شوه.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ دغه غونډه د ابوذر غفاري مدرسې د دارالحفاظ د غوره قاريانو، عالمانو، مخورو او د عظيم الشان قرآن د مينه والو په ګډون د پروان د جبل السراج ولسوالۍ په جامع جومات کې د قرآنکريم د حافظانو د ملاتړ او استعدادونو د ودې او هڅونې په موخه جوړه کړه.
په دې غونډه کې د عظيم الشان قرآن حافظانو د الهي کلام تلاوت وکړ او غونډه يې نوراني کړه.
د شهيد احمدشاه مسعود بنسټ د عالمانو شورا رييس عبدالحفيظ نوراني پر مسلمانانو د قرآنکريم د حقوقو په اړوند خبرې وکړې او ويې ويل چې د دغه شان قرآني پروګرامونو ترسره کول د هېواد د ځوانانو د روزنې لپاره يو ښه اقدام دى او بايد دغه شان پروګرامونه په نورو ولسواليو کې هم جوړ شي.
د غوندې په پاى کې هغه سوغاتونه او ستاينليکونه چې په پام کې نيول شوي وو، غوره قاريانو ته ورکړل شول.
ختم –ج -ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته