کابل باختر دسلواغې ١٨ نيټه :
د ( زن در آينه هنر ) په نامه د انځورګرۍ د آثارو نندارتون پرون د پوهنې وزارت د تخنيکي او مسلکي تعليماتو د معين رحيل محمد فرملي له خوا په کابل کې په رڼا پوهنتون کې پرانستل شو .
د باخترآژانس د خبرله مخې ؛ دغه نندارتون د پيکاسو د انستيتوت له خوا جوړ شوى چې په کې د دغه انستيتوت د نجونو د ټيم د انځورګرۍ ، خطاطۍ او رسامۍ اويا آثار او دغه راز د يوشمېر مخترعو ځوانانو داختراعاتو بيلګې او لاسي صنايع نندارې ته وړاندې شوي دي .
د دغه نندارتون د پرانستلو په مراسمو کې د پيکاسو انستيتوت مسوولې او بنسټ ايښودونکې وژمې شجاعې د دغه انستيتوت د کار او فعاليت په باب معلومات ورکړل او ويې ويل چې،دغه نندارتون د هنر د زده کړې، د ځوانانو او په تېره بيا د انځورګرۍ، خطاطۍ او ميناتورۍ د هنر په لاره کې د ښځو د ظرفيتونو د لوړولو او هڅونې په خاطر جوړ شوى دى.
دغه رازپه دغو مراسمو کې د پوهنې وزارت د تخنيکي اومسلکي تعليماتو معين په خپلو خبرو کې د هنر د زده کړې او د انځورګرۍ هنر د ودې په لاره کې د ځوانانو د ظرفيتونو په لوړولو کې د دغه نندارتون جوړول يو مهم ګام وباله او دځوانانو له هنري کارونو او د دغه شان نندارتونونو په جوړولو کې يې د پوهنې وزارت ملاتړ څرګند کړ.
دغه راز د رڼا پوهنتون د ژورناليزم د برخې مسوول سيدمصطفى سعيدي ، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ملي نګارستان مسوولې صابرې رحماني او يو شمېر نورو ويناوالو هم د هنر او په تېره بيا د انځورګرۍ د ارزښت په باب خبرې وکړې او زن در آينه هنر په نامه د انځورګرۍ د آثارو د نندارتون جوړول يې د انځورګرۍ ، رسامۍ او ميناتورۍ د هنرونو په برخو کې د ځوانانو او په تېره بيا د ښځو د هڅونې په لاره کې ارزښتناک ګام وباله او څرګنده يې کړه چې، د دغه هنر له لارې کولاى شو د ټولنې نيمګړتياوې منعکسې کړو او دغه راز خلکو ته د سولې ، دوستۍ او روغې جوړې پيغامونه وروسو.
دغه راز ويناوالو د هنرمندو ځوانانو د هنري کارونو او د پيکاسو د انستيتيوت له کارونو څخه ملاتړ څرګند کړ.
0 1 دقیقه لوستل