روغتیا

د خوارځواکۍ د درملنې مرکز جوړشو

چاريکار باختر دغبرګولي دمياشتې  ١٠ :
د پروان ولايت د عامې روغتيا رياست په چوکاټ کې په سختې خوارځواکۍ د اخته ماشومانو د درملنې مرکز جوړ شو.
د پروان ولايت د عامې روغتيا رياست سرپرست خليل مصدق باختر آژانس ته وويل چې د پروان ولايت د عامې روغتيا رياست د خوار ځواکۍ په ناروغۍ اخته ماشومانو ته د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه د پروان ولايت په مرکز او  څو ولسواليوکې څوارلس مرکزونه جوړ کړي دي .
ده وويل چې دغه مرکزونه د عامې روغتيا وزارت، د ملګرو ملتو د سازمان د يونيسف ادارې په همکارۍ جوړ شوي دي.
ډاکتر مصدق زياته کړه: دغه مرکزونه د خوارځواکۍ په ناروغۍ اخته ماشومان له بستر څخه بهر (کور) کې تداوي کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته