ټولنه

دفارياب ولايت دزياترو سيمو بريښنا بنده شوه .

کابل باختر د زمري  اوومه :
دفارياب ولايت دځينو سيموبريښنا دجګړې له امله بنده شوې  ده .
په فارياب کې دبريښنا شرکت دنمايندګي  رييس وايي چې له ترکمنستان څخه دفارياب دبريښنا وارداتي مزي له امنيتي ځواکونوسره دطالبان دجګړې په بهير کې  غوڅ کړى شوي دي .
په فارياب کې دبريښنا دشرکت دنمايندګى رييس سيد عبدالحميد باختراژانس ته وويل چې دبريښنا دغه مزي له دوو ورځو راپديخوا دخواجه سبز پوش  ولسوالۍ په مربوطاتو کې له امنيتي ځواکونوسره دطالبانو په جګړه کې ديوه توغندى دلګيدو له امله غوڅ کړى شوي دي .
ويل کيږي ددغه مزي په غوځيدو سره دفارياب  ولايت نيمايي اوسيدونکي دبريښنا له نعمت څخه  بې برخې شوي دي .
دخواجه سبز پوش ولسوال عبدالله معصومي ويلي دي چې تير کال هم دغه مزي دنښتوله اله غوڅ کړى شوى و چې دبريښنا رياست دکارکوونکو په هلوځلو سره بيا ونښلول شو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته