امنیت

په نيمروزکې د وژنې په تور درې تنه ونيول شول

کابل باختر دوري اوولسمه : درې تنه پرون په نيمروز ولايت کې د يوه ملکي سړي د وژلو په تور ونيول شول. د نيمروز د والي ويانداحمدعرب د باخترآژانس خبريال ته وويل: په دغه سړى تور لګول شوى دى چې څو ورځې مخکې يې يو ملکي سړى خپل کورته نږدې په ډزو سره وژلى دى . ديوبل خبر له مخې: د نيمروز په ولايت کې څلور تنه غله د امنيتي ځواکونو له خوا ونيول شول. دغه کسان چې غوښتل يې د هغه ولايت له مرکز زرنج ښارڅخه څوموټرونه غلاکړي؛ د امنيتي ځواکونو له خوا وپيژندل شول او ونيول شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته