کابلباختر دسنبلي٢٠
په بدخشان ولايت کې د اوبو ديوه بند دويجاړيدو له ا مله اته ويشت تنه بيدرکه شوي دي
دباختر آژانس دخبريال دخبر له مخي : داوبو دغه بند د بدخشان ولايت د زيباک ولسوالۍ داشکي قول په کلي کې دسيلاونو له ا مله ويجاړ شوي دي ، اود اوبو د
راوتلو له امله داستوګنې اته ويشت کورونه ويجاړ او هم دسيمې اته ويشت اوسيدونکى بيدرکه شوي دي .
دبدخشان د والي ويندوى عبدالروف راسخ باخترا ژانس ته وويل :
دبيدرکه شويو درې مړي نن د خلکو له خوا ومو ندل شول اود نورو بيدرکه شويو
د موندلو لپاره هلې ځلې دوام لري
دزيباک ولسوال باخترا ژانس ته وويل : تر اوسه پوري کومي ټولنې له زيانمنو شويو کسانو سره مرسته نه ده کړې يوازي دآغاخان د فوکس دفتر څوقلمه خوراکي توکې په خلکو ويشلي دي .
0 1 دقیقه لوستل