سیاست

دامنيت په تامينولوکې دښځينه پوليسو د رول په باره کې خبرې وشوې .

کابل باختر د سلواغي دمياشتې ١٤ :
د کورنيو چارو وزارت ستر امنيتي معين ستر پاسوال  محمد ايوب سالنګي نن  دهندوستان له هيواد څخه  له  دوو تنوښځينه پوليسو او د اکسفام موسسي  له يوشمير ښځينه  کارکونکو سره وکتل .
  د کورنيو چارو   وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ :
  د کورنيو چارو  وزارت ستر امنيتي معين  له هغو دوو تنو ميرمنوسره په کتنه   کې چې يوه يې د  هندوستان هيواد  دويمه  ښځينه پوليسه  اوبله  يې  پنځمه  ښځينه پوليسه  ده  اويوشمير نورې يې  په اکسفام موسسه کې ښځينه کارکوونکي دي  چې ددغې  موسسي  په يوه  برخه کې د افغانستان ملي پوليسو ته کار کوي  دامنيت په تامينولو اودقانون په تنفيذ او دملي پوليسو ليکو ته دښځو او نجونو دجلب اوجذب  دبهير په پراختيا کې  د ښځينه پوليسو د رول په باب خبرې وکړې او  ويي ويل  چې  ښځې دټولنيز ژوندانه په ټولو برخو کې کولاى شي ټاکوونکي  رول ولري .
  دکورنيو چارو وزارت  سترامنيتي معين د ښځينه پوليسو  دکړنو او فعاليتونو په ستاينې سره زياته کړه چې  دکورنيو چارو  وزارت  دملي پوليسو ليکو ته  دښځو اونجونو دجلب او جذب په خاطر منظم کاري   پلانونه  ترلاس لاندي نيولي  دي  او دښځينه پوليسو د  روزنې په   لاره کې يې  ښې زمينې    برابرې کړي دي .
  په همدي حال کې دهندوستان  ښځينه پوليسو په افغانستان کې د ښځينه پوليسو د ودې  اودهغو اغيزمنو ګامونو په برخه کې دکورنيو چارو وزارت  د  وروستيو پرمختګونو اودهغو اغيزمنو ګامونو له امله  دخوښۍ  په څرګندولو سره چې په  دې برخه کې  دهيواد دکورنيو چارو وزارت له خوا اخستل شوي دي  وويل :  چې په  هره ټولنه کې  د ښځينه   پوليسو  شتون  يو ضروري کار دى  او بشري ټولنه  ورته   اړتيا لري  .
دغه راز دهند ښځينه پوليسو د جنسي ځورونې د  مخنيوي په لاره کې   د  هند دپوليسو دفعاليت په باب خبرې وکړې  او  زياته يې کړه چې له  پنځلسو کلونو هلوځلو وروسته  له جنسي تيري او ځورونې سره  د مبارزې قانون  په هند کې تصويب شو  اواوس  ښځې په ټولو کاري برخو کې  مهم او ارزښتناک رول  لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته